عدليې وزارت د معاملاتو لارښوونو او عریضه لیکونکو آنلاین سیستم فعاله کړ او پرانیسته

barekzai_admin
Mon, Feb 09 2026 2:45 PM
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت ولس او د معاملاتو لارښوونو دفترونو لپاره د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د جواز اخیستنې او د املاکو او لېږدونکو وسایطو د معاملاتو ترسره کولو په برخه کې د روڼتیا او آسانتیاوو زیاتولو په موخه د معاملاتو لارښوونې آنلاین سیستم رامنځته کړ.

دا سیستم د شعبان د میاشتې په ۲۱مه نېټه د دوشنبې په ورځ د عدليې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي، د دغه وزارت نورو مسؤولینو او د ماليې وزارت، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت، د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو عمومي ریاست او نورو اړوندو ادارو د استازو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.

په دې مراسمو کې د عدليې وزیر د دغه ‌ډول سیستم جوړول مهم ګام وباله او زیاته یې کړه چې دا سیستم خلکو لپاره د آسانتیاوو، په معاملاتو کې د لګښتونو کمولو او  روڼتیا لامل کېږي. دغه راز نوموړي د دې سیستم  پر پراختیا او نورو اړوندو برخو سره پر وصل کولو ټینګار وکړ.

محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په یوه بله برخه کې خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په منظور د وزارتونو او امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې ټول باید د نظام د پیاوړتیا او د الله تعالی د رضا ترلاسه کولو لپاره کار وکړي.

د معاملاتو لارښوونو او عریضه لیکونکو په آنلاین سیستم کې، متقاضیانو ته د معاملاتو لارښوونو جوازونه په ځانګړي بارکود سره په آنلاین ډول ویشل کېږي، د املاکو او لېږدونکو وسایطو ټولې معاملې په سیستم کې ثبت کېږي، د فعالیت د جواز وضعیت ښکاره کیږي او د خلکو عریضې او شکایتونه په چټک ډول تعقیب کېږي. همدارنګه د عریضه لیکونکو د فعالیت څرنګوالی او د هغوی د جواز اعتبار په آنلاین ډول بررسي کېږي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS