په هرات ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو
د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب المرجب د میاشتې په ۲۲مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په یاد ولایت کې له ۸ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، لوحې، مهرونه، د هویت کارتونه او نور سندونه بررسي کړل او متصدیانو ته یې توصیه وکړه چې د اصولو او قوانینو مطابق فعالیت ترسره کړي.
همدارنګه، د دغه نظارت په ترڅ کې نظارتي پلاوي د مدافع وکيلانو کاري ستونزې هم واورېدې او د حل په برخه کې یې هغوی ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ
