په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه او ۳ موټر پلورنځي وتړل شول
د ننګرهار د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د رجب المرجب د مياشتې په ۲۰مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلالآباد ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۳ دفترونو او د غني خيل ولسوالۍ اړوند په مارکو بازار کې له ۸ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.
مؤظف نظارتي پلاوي د یادو موټرپلورنځیو او دفترونو د فعالیت جوازونه، د ثبت کتابونه، د پېر او پلور قانونيتوب، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل چې په ترڅ کې ۳ موټر پلورنځي او ۲ د معاملاتو لارښوونې دفترونه د غیر قانوني فعاليت له امله وتړل شول.
نظارتي پلاوي د نورو دفترونو او موټر پلورنځيو په کاري چارو کې یو شمېر نيمګړتياوې او ستونزې هم مشخصې کړې او د یادو ستونزو د لرې کولو او د کاري چارو ښهوالي په موخه یې د هغو متصديانو ته لازمې توصیې وکړې.
عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.
