په بغلان ولایت کې د عدلیې ریاست او یو شمېر عریضه لیکونکو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه
د بغلان ولایت د عدلیې رياست مسؤولينو د جمادیالأولی د مياشتې په ۵ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت له یو شمېرعريضه ليکونکو سره د ياد رياست په مقر کې د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
په ناسته کې مسؤلینو ټینګار وکړ چې عریضهلیکونکي باید د اصولو او مقرراتو مطابق فعالیت وکړي او پرته له جواز څخه د هېڅ ډول فعالیت اجازه نهلري.
د بغلان ولایت عریضه لیکونکو هم په یاده ناسته کې له مسؤولینو سره خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل چې د عدلیې ریاست د مسؤولینو لخوا د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې ډاډ ورکړل شو.
