په زابل کې د څلورو دارالوکالو له فعالیتونو نظارت ترسره شو

barekzai_admin
Sat, May 31 2025 2:47 PM
.

 د زابل ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د ذی‌القعدې مياشتي په ۳۰مه نېټه، د چهارشنبې په ورځ، د یاد ولایت په مرکز، قلات ښار کې له ۴ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.
د دغه نظارتي بهیر په ترڅ کې د یادو دارالوکالو د فعاليت جوازونه، د ثبت کتابونه، لوحې، مهرونه او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي شول چې په پایله کې یې د یادو دارالوکالو یو شمېر ستونزې او نيمګړتياوې مشخصې شوې او د حل په موخه متصديانو ته یې لازمې توصیې وړاندې شوې.
همدارنګه، مدافع وکیلانو هم خپلې ستونزې له نظارتي پلاوي سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه، چې د حل ډاډ ورکړل شو.
د زابل ولایت د عدلیې ریاست په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیرقانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS