له راستنېدونکو کډوالو سره د معاملاتو لارښوونې د دفترونو پر جدي همکارۍ د پکتیا د عدلیې رئیس ټینګار

barekzai_admin
Sat, Apr 19 2025 12:00 PM
.

د پکتیا ولایت د عدلیې رياست او د یاد ولایت د معاملاتو لارښوونې د یو شمېر استازو تر منځ د همغږۍ ناسته د شوال د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د عدلیې ریاست په مقر کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې چې د عدلیې رياست نورو مسؤولينو هم ګډون درلود د عدلیې رئيس مولوي فاتح الله فاتح د معاملاتو لارښوونې استازو ته په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ چې له نويو راستنېدونکو کډوال سره د استوګنځیو د موندلو د کورونو د کرایې په برخه کې لازمه همکاري وکړي او د جایدادونو مالکین دې وهڅوي، ترڅو له دغو کورنیو سره مرستې وکړي.
په ورته مهال، په ياده ناسته کې د معاملاتو لارښوونې استازو ډاډ ورکړ چې له راستنېدونکو کډوالو سره په هره برخه کې همکاري وکړي او خپل ټول فعاليتونو په د اسلامي امارت د  قوانينو او اصولو په رڼا کې ترسره کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS