په بادغیس ولایت کې د ۱۲۵۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

د بادغیس ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د شوال د مياشتې په ۱۵ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنیکي هيئت په دې ناسته کې د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ اړوند شبک مرده ساحه کې د یو زرو دوه سوه پنځوس (۱۲۵۰) جریبه ځمکې دوسیې تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او په اړه یې لازم تصميم ونيول شو.