د بغلان ولایت د عدلیې او استیناف محکمې ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

د بغلان ولایت د عدلیې رئیس، مولوي امرالله مصلح او له هغه سره مل پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد ولایت د استیناف محکمې له رئیس، مولوي محمد صابر حنفي سره د استیناف محکمې د رياست په مقر کې ناسته جوړه کړه.
د همغږۍ په دې ناسته کې د عدلیې رئيس د دواړه ادارو ترمنځ پر همکارۍ او همغږۍ ټينګار وکړ او زیاته یې کړه چې د چارو ښه پر مخ وړلو په موخه دې یادې ادارې سره همکارې او همغږې وي.
همدارنګه نوموړي د عدلیې رياست ځينې ستونزې چې، محاکمو پورې اړه لري شريکې کړې او د حل په برخه کې یې د همکارۍ غوښتننه وکړه.
په ورته مهال د استيناف محمکې رئيس مولوي محمد صابر حنفي د شته ستونزو د حل په برخه کې د عدلیې رياست ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.