د دفاع وکالت د څلورمې دورې د ورودي ازموینې د اخیستو په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

barekzai_admin
.

د دفاع وکالت هغو غوښتونکو ته چې وړاندې له دې یې د دفاع وکالت د څلورمې دورې د ورودي ازموینې تېرولو لپاره نوم لیکنه کړې او نومونه یې په وروستۍ فهرست کې شامل شوي خبر ورکول کېږي چې د دفاع وکالت ورودي ازموینه د ۱۴۰۳‌هـ.ش کال د کب د میاشتې په ۵ نېټه چې د ۱۴۴۶‌هـ.ق کال د شعبان د میاشتې له ۲۴ نېټې سره سمون خوري د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت په مقر کې اخیستل کېږي.

له همدې امله له محترمو متقاضیانو څخه هیله کېږي ترڅو لاندې ټکي په کلکه مراعات کړي له دې پرته به د شکایت حق ونه‌لري.

۱. د دفاع وکالت په ازموینه کې د ګډون کارت یوازې د کب په ۴مه نېټه، د شنبې په ورځ د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو د ریاست د اداري مدیریت له‌خوا ویشل کېږي. (د ازموینې په ورځ د شمولیت کارت نه ورکول کېږي)

۲. د ازموینې په ورځ د شمولیت کارت او د تابعیت تذکرې اصل درلودل لازمي دي.

۳. غوښتونکي مکلف دي چې د ازموینې په ورځ، د سهار ۸:۰۰ بجې د عدلیې وزارت په مقر کې حاضر وي.

۴. محترم غوښتونکي دې له هر ډول اقدام څخه مخکې، د دغې خبرتیا لاندې د دفاع وکالت د جوازلیک غوښتونکو په خپاره شوي وروستي فهرست کې د خپل نوم له موجودیت څخه ډاډ ترلاسه کړي تر څو د هغو غوښتونکو له بې‌ځایه سرګردانۍ څخه مخنیوی وشي چې د مؤظفې کمېټې له خوا یې غوښتنلیکونه رد شوي دي.

۵. د ازموینې په ورځ د موبایل راوړل په کلکه منع دي.

د غوښتونکو وروستی فهرست