د سرپل ولایت له والي سره د یاد ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت کتنه

barekzai_admin
Thu, Sep 12 2024 12:57 PM
.

د سرپل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د قاري عبدالغني شريفي په مشرۍ د یاد ولایت له والي محمد ظریف مظفر سره د ولايت په مقام کې ناسته جوړه کړه.

دغه ناسته چې د ربیع الاول د مياشتې په ۷ مه نېټه د سه شنبې په ورځ، د لا زياتو همکاریو او همغږۍ په موخه جوړه شوه، په ترڅ کې یې تخنکي هيئت، د ځمکو له  غصب څخه د مخنیوي او د غصب شويو ځمکو د استرداد کمېسيون او د دغه کمېسيون د فعاليتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او همدارنګه، په اړوندو برخو کې د لازیاتو همکارۍ او همغږۍ غوښتنونکی شو.

د سرپل ولایت والي د دغه هیئت له هڅو او لاسته راوړنو قدرداني څرګنده کړه او د غصب شويو ځمکو د استرداد او تشخیص په برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او له هغو څخه یې وغوښتل چې د خپلو چارو پرمخ وړلو کې له علماو، قومي مشرانو او محتسبينو سره مشورې وکړې او په سمه توګه یې مخته یوسي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS