د معاملاتو لارښوونو په دفترونو کې د ګروي سټو د استفادې ممنوعیت په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

hakeem_admin
.

د عدلیې وزارت د معاملاتو لارښوونو ټولو جواز لرونکو ته خبر ورکوي چې د اسلامي شریعت او نیول شوي تصمیم له مخې، وروسته له دې نه شي کولای چې د ګروۍ له سټو څخه استفاده وکړي.

د یاد جواز درلودونکي ملکف دي چې د ۱۴۰۲ هـ ـ‌ش کال د مالیاتي وجایبو له تصفیې څخه وروسته، د بیع وفا (بیع جایزي) سټې د عدلیې وزارت د معاملاتو لارښوونو او عریضه لکیونکو له ریاست څخه ترلاسه کړي.