د عدلیې وزارت د تقنیني ستاژ برنامې د اوومې دورې د ازموینې د پایلو اعلان

hayat_admin
.

د اسلامي امارت، عدلیې وزارت د یاد وزارت د تقنیني ستاژ د اوومې دورې ورودي ازموینه د وري د میاشتې په ۵ نېټه د یکشنبې په ورځ د ستاژ دغې دورې له متقاضیانو څخه واخیسته.

یادې ازموینې لپاره ۸۰ متقاضیان په شرایطو برابر پېژندل شوي وو چې د ازموینې په ورځ د هغوی ۵۱ تنو حضور درلود او ازموینه یې تیره کړه. له دې جملې څخه ۲۶ تنه متقاضایان په ازموینه کې بریالي شوو چې د تقنیني ستاژ په برنامه کې شاملیږي او پاتي ۲۷ تنو و نه شو کولای تعیین شوې نمره ترلاسه کړي.

د یادې ازموینې د بریالیو شویو لست لاندې د لاسرسۍ وړ دی.

.