د عدليې وزیر په کابل کې د امریکا د سفیر له مرستیال سره د همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې اترې وکړې
د هېواد د عدليې وزیر قضاوتپوه فضل احمد معنوي په کابل کې د امریکا د سفیر له مرستیال یان مک کری او د هغه له مل پلاوي سره وکتل او د همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې اترې وکړې.
د عدليې وزیر په دې کتنه کې چې د چهارشنبې ورځې، د مرغومي په ۲۴ مه نېټه ترسره شوه په عدليې وزارت کې د قانون جوړونې او د حقوقي مساعدتونو د وړاندې کولو په برخه کې د غیر رسمي عدالت د قانونمند کونې او د کاري سیستم مدرن کونې او ډیجیټل کونې باندې ټینګار وکړ.
هغه وويل چې اړتیا ده حقوقي مساعدتونه د هېواد په لرې پرتو ولسوالیو او سیمو کې خلکو ته وړاندې شي او ټینګار يې وکړ چې اړتیا ده د حقوقي مساعدتونو وجهي صندوق په دې منظور تمویل شي. د عدليې وزیر په دې برخو کې د امریکا د سفارت او د هغه د اړوندو برخو د همکاریو غوښتونکی شو.
په دې کتنه کې خلکو ته د هغوی له اساسي حقوقو څخه د پوهاوي ورکولو په موخه د عدالت د تلویزیوني شبکې د رامنځته کولو په اړه هم بحث وشو او ښاغلي یان مک کری په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
په کابل کې د امریکا د سفارت مرستیال د انجوګانو د قانون د طرحې په اړه هم خبرې وکړې او دواړو لورو د انتخاباتو د قانون او د سیاسي ګوندونو د قانون د بیاکتنې په اړه خبرې اترې وکړې.
په پای کې هغه د امریکا د متحده ایالتونو د دولت د مرستو او همکاریو له دوام څخه په ځانګړي توګه عدلي او قضايې برخو کې د عدليې وزیر ته ډاډ ورکړ.