د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړېدل

barekzai_admin
Tue, Nov 10 2026 2:40 PM
.

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته، د جمادي‌الأولی د میاشتې په ۲۹مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د عدلیې وزیر او د یاد کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د عدلیې وزارت په مقر کې جوړه شوه.

په دې ناسته کې د کور او ښار جوړولو وزیر، محترم مولوي نجیب الله حقاني، د چارو ادارې عمومي رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د سترې محکمې استازی، محترم مولوي محمد حماد، د امارت د قضایاوو عمومي رئیس او د دغه کمېسیون سکرتر، محترم مولوي احسان الله وثیق او نورو مسؤولینو ګډون کړی و.

په دې ناسته کې د غصب شویو ځمکو اړوند یو شمېر دوسیې تر بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او همداراز د کمېسیون رهبرۍ د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون اړوند یو شمېر نورو موضوعاتو په هکله بحث وکړ او لازم تصامیم یې ونیول.

په دې ناسته کې ټینګار وشو چې د هېواد په کچه د غصب شویو ځمکو د تثبیت او استرداد بهیر ګړندی شي او اړوندې ادارې دې هم په دې برخه کې له کمېسیون سره لازمه همکاري او همغږي وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS