د عدلیې وزارت او د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې ترمنځ د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو د لېږد سند لاسلیک شو
د زندانونو د چارو د تنظیم له ادارې څخه عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو (دارالتأدیب) د لېږد مؤظف شوي پلاوي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ رامنځته شوی، عدلیې وزارت ته د دغو مرکزونو د لېږد سند ترتیب او لاسلیک کړ.
د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو د لېږد پلاوي ناسته د جمادي الأولی د میاشتې په ۲۲مه نېټه د سهشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې د استازو، د عدلیې وزارت د نورو اړوندو مسئولینو او د مالیې وزارت او د اسلامي امارت د چارو ادارې د استازو په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې عدلیې وزارت ته د لېږد په موخه د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو د تشکیل، اسنادو، بودجې، دفترونو، منقولو او غیرمنقولو اموالو، وسایطو، تجهیزاتو، تأسیساتو او نورو معلوماتو او امکاناتو د تثبیت په تړاو د تخنیکي کمېټې راپور واورېدل شو او په دې برخه کې اړینې پرېکړې وشوې.
همدا راز یاد پلاوي د زندانونو د چارو د تنظیم له ادارې څخه عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو (دارالتأدیب) د لېږد سند چې د لېږد بهیر د تنظیم په موخه په ۷ مادو کې ترتیب شوی و، لاسلیک کړ.
د دغه سند په اساس د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو ټول تشکیلات، صلاحیتونه، ملکي او نظامي کارکوونکي، اداري اسناد، ودانۍ، ځمکې، نقلیه وسایط، تجهیزات، تأسیسات او نور اړوند امکانات له تثبیت څخه وروسته، عدلیې وزارت او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو ته لېږدول کېږي.
د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د جمادي الأولی د میاشتې د ۷مې نېټې د ۱۴ ګڼه حکم په اساس، په مرکز او ولایتونو کې د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو مسئولیت د زندانونو د چارو د تنظیم له ادارې څخه جلا او د عدلیې وزارت ته لېږدول شوی دی او وروسته له دې به د یادو مرکزونو چارې د دغه وزارت له لوري مدیریت کېږي.
