د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پیلېدل

barekzai_admin
Sun, Oct 25 2026 2:57 PM
.

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست مرکزي او ولایتي آمرينو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د جمادي الأولی د مياشتې په ۱۲مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست له لورې پیل شوه.
د یادې برنامې د پیل په مراسمو کې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رئیس، محترم مفتي رحمت‌الله حلیم ګډونوالو ته د برنامې موخې تشریح کړې او څرګنده یې کړه چې دغه ریاست د کارکوونکو د اداري او مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه دا ډول برنامې جوړوي، ترڅو کارکوونکي وکولای شي خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي، اصول او قوانین په سمه توګه پلي کړي او د ادارې موخې په اغېزمن ډول ترلاسه شي.
همدارنګه نوموړي زیاته کړه چې د حقوقي مرستو آمرین مکلف دي چې د وزارت د مقام د لارښوونو له مخې اجراآت وکړي او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون په سمه توګه پلي کړي او د چارو د ښه پرمخ وړلو په برخه کې اصول او قوانین په پام کې ونیسي.
دغه راز په یادو مراسمو کې د عدلیې وزارت مالي او اداري رئيس،  محترم شیخ الحدیث مولوي سید حبیب الحبیب په ټولنه کې د عدالت پر تأمین ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د عدالت تأمین د امنیت، نظم، باور او د ثبات رامنځته کېدو لامل ګرځي.
په دې برنامه کې د حقوقي مرستو رياست مرکزي او د یاد ریاست ولايتي  ۳۴ تنه آمرین ګډون لري او په ترڅ کې به یې ګډونوالو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمانونه او حکمونه تشریح شي او د وزارتونو او ادارو ترمنځ د عامه پوهاوي د برنامو د تطبیق او همغږۍ، د وخت او جلسې مديریت، د دعویٰ لیکنې، دفاعیې لیکنې، راپور او مکتوب لیکنې د څرنګوالي او د اداري مراسلاتو په اړه هم زده کړې ورکړل شي. 
د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه په منظم ډول زده کړه ییزې برنامې جوړوي ترڅو خلکو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو د لاپیاوړتیا لامل شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS