د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه ییزې برنامې پای ته رسېدل
د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست له لورې پیل شوې وه او شپږ ورځې یې دوام وکړ د جمادیالأولی د مياشتې په ۱۰مه نېټه د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېده.
د یادې برنامې د پای په مراسمو کې د عدلیې وزارت د کارکوونکو د چارو رئیس، محترم مفتي رحمت الله حلیم د بېوزلو شکمنو او تورنو د حقونو د دفاع په برخه کې د کارکوونکو د مسؤولیتونه په هکله خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې حقوقي مساعدین دې دغه مسؤولیت په صادقانه او سمه توګه ترسره کړي.
د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئیس، محترم مفتي احمدضیا خبیب هم په دغو مراسمو کې خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې اسلامي نظام د ډېرو قربانیو په پایله کې رامنځته شوی، نو ځکه کارکوونکي باید خپلې دندې په پوره اخلاص، صداقت او مسؤولیتپذیرۍ سره ترسره کړي، اصول او مقررات رعایت کړي او د خلکو د حقوقو د تأمین لپاره هڅې وکړي.
په دې برنامه کې د حقوقي مرستو رياست او د یاد ریاست د ولايتي آمریتونو ۴۰ تنو مسلکي کارکوونکو او مسلکي غړو ګډون درلود او په ترڅ کې یې د دعویٰ لیکنې، دفاعیې لیکنې، راپور او مکتوب لیکنې د څرنګوالي او د مفاهمې او اړیکو مدیریت په اړه زده کړې ورکړل شوې.
د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه په منظم ډول زده کړه ییزې برنامې جوړوي ترڅو خلکو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو د لاپیاوړتیا لامل شي.
