د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

barekzai_admin
Sun, Oct 11 2026 3:06 PM
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع الآخر د میاشتې په ۲۸مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د مسلکي معین او سرپرست، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او د دغه وزارت د مرکزي رئیسانو او نورو مسئولینو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د وزارت د فعالیتونو، اړوندو کاري چارو ته د مسئولینو د جدي پاملرنې، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو د بشپړ تطبیق، د وزارت او د ولایتونو د عدلیې ریاستونو د باطله پاڼو د برخلیک او ځینو نورو موضوعاتو په هکله بحث وشو.

په یاده ناسته کې پرېکړه وشوه چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمانونه دې د وزارت په کچه په جدي توګه تطبیق شي او اړوندې برخې دې د هغو له تطبیق څخه څارنه وکړي.

دغه راز د باطله پاڼو په اړه پرېکړه وشوه چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان سره سم اجراآت وشي او هغه پاڼې چې سپېڅلي کلمات لري، باید جلا او د ساتنې په موخه اړوندو ادارو ته واستول شي.

په دې ناسته کې د نورو اداري موضوعاتو په اړه هم لازمې پرېکړې وشوې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS