د عدلیې وزارت مسلکي معین د پکتیکا ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

barekzai_admin
Sun, Aug 16 2026 3:04 PM
.

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۸مه نېټه د چهارشنبې په ورځ پکتیکا ولایت ته سفر وکړ.

د عدلیې وزارت مسلکي معین او ورسره مل پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې د پکتیکا ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه او د دغه ریاست د فعالیتونو او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی یې له نږدې بررسي کړ.

محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر د پکتیکا د عدلیې ریاست له مسؤولینو او کارکوونکو سره په کتنه کې وویل چې د دندې ترسره کولو لپاره د صداقت، امانتدارۍ او د مسؤولیت احساس لرل ډېر مهم دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې کارکوونکي او مسؤولین باید په ښه نیت او بشپړې ژمنتیا سره خپلې دندې ترسره کړي. همدارنګه هغه اسلامي نظام او اصولو او قوانینو ته یې وفادارۍ او د ادارې په نظم او انسجام کې د اطاعت اهمیت اشاره وکړه.

د عدلیې وزارت مسلکي معین په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې مسؤولین، د خلکو او ټولنې خادمان دي چې باید د خلکو ستونزې په پوره حوصلې سره واوري او حل یې کړي. هغه وویل چې هر مسؤول باید په خپله برخه کې اهلیت، ظرفیت او مسلکي پوهه هم ولري ترڅو خلکو لپاره ګټور خدمتونه ترسره کړي.

دغه راز د عدلیې وزارت مسلکي معین د یادې کتنې پر مهال د پکتیکا د عدلیې ریاست د مسؤولینو کاري ستونزې واورېدې او د ستونزو د هوارولو او د کاري نیمګړتیاوو د لرې کولو په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

په دې کتنه کې د عدلیې ریاست رئیس او نورو مسؤولینو هم ډاډ ورکړ چې کاري ستونزې به حل او نیمګړتیاوې به لرې کړي او خلکو ته د خدمت کولو په برخه کې به له‌پخوا څخه لا زیاتې هلې ځلې وکړي.

ټاکل شوې ده د عدلیې وزارت د مسلکي معین په مشرۍ د یاد وزارت پلاوی د هېواد نورو ولایتونو ته هم سفر وکړي او د ولایتونو د عدلیې ریاستونو فعالیتونه او خلکو ته د دغو ریاستونو د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی له نږدې بررسي کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS