په امارتي استرداد شویو ښارګوټو کې د املاکو معاملات ممنوع دي او پخواني کرایه نیوونکي دې، د هستوګنیزو کورونو او سوداګریزو ساحو کرایه اسلامي امارت ته ورکړي

barekzai_admin
Sat, Aug 08 2026 2:57 PM
.

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسيون تر اوسه پورې د هېواد په کچه لسګونه ښارګوټي امارتي تشخيص کړي دي او د امارتي غصب شويو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمو هم د هغو پر اکثریت د «امارتي توب» شرعي پرېکړې صادرې کړې دي.

په همدې اساس، د یادو ښارګوټو په هستوګنیزو او سوداګریزو ساحو کې هر ډول نوي معاملات چې د کرایې، بیع وفا او پېر او پلور معاملات په‌کې شامل دي او همدارنګه په دغو ښارګوټو کې هر ډول نوي تصرفات ممنوع دي. افراد، اشخاص او د معاملاتو لارښوونې دفترونه دې په امارتي استرداد شویو ښارګوټو کې له معاملاتو او په معاملاتو کې له وساطت څخه په کلکه ډډه وکړي.

بل خوا په دغو ښارګوټو کې یو شمېر هستوګنیز کورونه او سوداګریزې ساحې له دې وړاندې د پخوانیو متصرفینو لخوا په کرایه ورکړل شوي وو او کرایه نیوونکو، پخوانیو متصرفینو ته کرایه ورکوله. دا چې یاد ښارګوټي اوس د اسلامي امارت ملکیت دی، کرایه نیوونکي دې د ښارګوټي د امارتي توب په اړه د محکمې د پرېکړې له نېټې څخه وروسته، د یادو هستوګنیزو کورونو او سوداګریزو ساحو کرایه اسلامي امارت ته ورکړي او پخواني متصرفین حق نه‌لري چې له هغوی څخه پیسې واخلي.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسيون او اړوندې ادارې به ډېر ژر د کرایې د ورکړې لپاره د بانکي حساب جزئیات د امارتي ښارګوټو د کرایه نیوونکو په واک کې ورکړي.