د غزني د عدليې رياست او ښاروالۍ ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه
د غزني د عدليې ریاست او ښاروالۍ ترمنځ د همغږۍ ناسته د صفرالمظفر د میاشتې په ۶مه نېټه، د سهشنبې په ورځ، د دواړو ریاستونو د رئیسانو او اړوندو مسؤولینو په ګډون د ښاروالۍ په مقر کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې د غزني ولایت د عدلیې رئيس مولوي مطيعالحق عثمان د دواړو ادارو ترمنځ پر همغږۍ ټينګار وکړ او د دواړو ادارو ترمنځ د یو شمېر ګډو ستونزو یادونه وکړه.ش
له بلې خوا د غزني ښاروال، مولوي سردار ولي ثابت، عدلیې ریاست ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او د همغږۍ ناستو پر دوام یې ټینګار وکړ.
