په هلمند ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه وتړل شول

barekzai_admin
Mon, Aug 03 2026 12:23 PM
.

 د هلمند ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د صفر‌المظفر د مياشتې په ۷مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، په دغه ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د یادو دفترونو د فعالیت جوازونه، مهرونه، د ثبت کتابونه او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل چې په ترڅ کې یې د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه د غيرقانوني فعاليتونو او یو شمېر سرغړونو له امله وتړل شول.
همدارنګه د نورو دفترونو په کاري چارو کې هم یو شمېر ستونزې او نيمګړتياوې مشخصې شوې چې د هغو د حل کولو او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په برخه کې د دغو دفترونو متصديانو ته لازمې توصیې وشوې.
د هلمند ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غیر قانوني فعالیتونو مخنيوی وشي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS