په ننګرهار ولایت کې د یو شمېر اتحادیو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
Mon, Aug 03 2026 12:19 PM
.

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د صفر‌المظفر د مياشتې په ۷مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د  دغه ولایت د مرکز جلال‌آباد ښار په بېلابېلو ناحیو کې د معاملاتو لارښوونې د دفترونو اتحادیه او د څوکيدارانو له اتحادیې څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو اتحادیو د فعاليت جوازونه، مهرونه، رسمي کتابونه، د اجراآتو راپورونه او یو شمېر نور اسناد بررسي شول چې په پایله کې یې د دغو اتحادیو په کاري چارو کې ځینې نیمګړتیاوې مشخصې شوې.
نظارتي پلاوي د دغو نیمګړتیاوو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه د یادو اتحادیو مسؤولينو ته لازمې توصیې وکړې.
د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو له غير قانوني فعالیتونو څخه مخنيوی وشي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS