د لغمان ولایت د عدلیې ریاست او د معاملاتو لارښوونې د دفترونو د مسؤولینو ترمنځ د ناستې ترسره کېدل

barekzai_admin
Thu, Jul 23 2026 11:12 AM
.

 د لغمان ولایت عدلیې ریاست د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ په سرخکان ساحه کې د معاملاتو لارښوونې د یو شمېر فعالو دفترونو له مسؤولینو او متصدیانو سره ناسته جوړه کړه.

دا ناسته د صفرالمظفر میاشتې په ۶مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د عدلیې ریاست په مقر کې ترسره شوه او د لغمان د عدلیې رئیس، مولوي روح الله روحاني په‌کې د کورونو د کرایو د لوړېدو پر مخنیوي ټینګار وکړ.

همدا راز نوموړي څرګنده کړه چې د معاملاتو لارښوونې دفترونه باید د امارتي ځمکو په غیرقانوني پېر او پلور کې له وساطت څخه ډډه وکړي.

په دې ناسته کې د سرخکان ساحې د معاملاتو لارښوونې د دفترونو مسؤولینو هم ژمنه وکړه چې د هغو هستوګنیزو کورونو او بلاکونو د کرایې د معاملاتو له ثبتولو څخه چې کرایه یې د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال په پرتله له ۱۰ سلنې څخه زیاته لوړه شوې وي او د امارتي ځمکو په اړوندو معاملاتو کې هم له وساطت څخه ډډه کوي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS