په کابل ښار کې له ۲۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو
د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د محرم د میاشتې په ۲۹مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ۲۰ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.
د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو د وکیلانو د فعالیت جوازونه، مهرونه، لوحې، د ثبت کتابونه او نور موضوعات تر بررسۍ لاندې ونیول شول چې په ترڅ کې یې یوه دارالوکاله د غیرقانوني فعالیت له امله وتړل شوه.
پلاوي د نورو دارالوکالو په چارو کې یو شمېر نيمګړتياوې هم مشخصې کړې او مدافع وکیلانو ته یې د لرې کولو په موخه لازمې توصیې وکړې.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غیرقانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.
