په تېره یوه میاشت کې د معاملاتو لارښوونې ۱۹ دفترونه د غیر قانوني فعالیت له امله تړل شوي دي

barekzai_admin
Tue, Jun 30 2026 12:05 PM
.

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست، د روان کال د جوزا (غبرګولي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۶۳ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی چې په ترڅ کې یې ۱۹ دفترونه د غیر قانوني فعالیتونو او یو شمېر سرغړونو له امله تړل شوي دي.

د یاد ریاست نظارتي پلاوي د معاملاتو لارښوونې نورو متصدیانو ته توصیه کړې چې خپلې کاري نیمګړتیاوې اصلاح کړي او له هر ډول ناقانونه فعالیتونو څخه ډډه وکړي.

دغه راز، یاد ریاست د همدې مودې په اوږدو کې ۱۳۷ غوښتونکو ته د معاملاتو لارښوونې د فعالیت نوي جوازونه وېشلي او د فعالیت ۷۱ نور جوازونه یې هم تمدید کړي دي.

همدارنګه، د تېرې میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې ۲۰۸ متصدیانو ته د معاملاتو د وساطت د اصولو او د معاملاتو د ترسره کولو د څرنګوالي په اړه زده‌ کړه ییزې برنامې جوړې شوې او اړینې زده کړې ورکړل شوي دي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS