عدلیې وزارت د قضیو د مدیریت سیستم اړوندو مواردو کې د همغږۍ ملي کنفرانس جوړ کړ

waheed
Mon, Apr 15 2019 11:12 AM
وزارت عدلیه کنفرانس ملی هماهنگی در موارد مربوط به سیستم مدیریت قضایا را برگزار کرد

د ۱۳۹۸ د وري ۱۹

عدلیې وزارت د قضیو د مدیریت سیستم د ورپيژندلو، د قضیو د مدیریت سیستم د لیږد د پلان په هکله د شته ستونزو او د هغو د حل لارو په منظور د کابل ښار صافي لاندمارک هوټل کې، کنفرانس جوړ کړ.

په دې کنفرانس کې د ولایتونو د عدلیې رئیسانو، د حقوقو ، د دولت قضایاوو، حقوقي مساعدتونو او د ولایتونو د اطفالو د روزنې او اصلاح مرکزونو آمرینو او د اړوندو ادارو استازو  ګډون کړی وو.   

لومړی د ا.ا.ج د عدلیې وزیر جلالتمآب ډاکټر عبدالبصیر انور د کنفرانس د موضوع او د عدلیې وزارت د مسؤولیتونو په هکله خبرې وکړې او د ولایتونو له عدلیې رئیسانو څخه یې وغوښتل چې د هېوادوالو د حقوقو د اعادې، د حقوقي مساعدتونو او د بې بضاعته مظنونینو  او تورنو لپاره د حقوقي مساعد د ټاکنې، د عامه ځمکو او جایدادونو له غصب څخه د مخنیوي او دغه راز له قانون څخه د سرغړوونکو اطفالو د  روزنې د تجدید په هکله، جدی پاملرنه وکړي. هغه دغه راز د عدلي او قضایې بنسټونو له مسؤولینو څخه وغوښتل تر څو له قانون څخه د سرغړوونکو اطفالو لپاره حجز د وروستي غوراوي په توګه په پام کې ونیسي او تر ډېره د حجز له بدیلونو څخه چې په قانون کې هغو ته اشاره شوې، ګټه واخلي.

د دې کنفرانس په دوام کې، د امریکاد متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې بین المللي ادارې استازې فریحې ایثار د دې کنفرانس پروګرامونه معرفي کړل او د قضیو د مدیریت د سیستم په رامنځته کیدو کې د عدلي او قضایې بنسټونو په ځانګړی ډول د عدلیې وزارت له همکاریو څخه یې مننه وکړه. هغې دغه راز د ولایتي همکارانو له لوري په دې سیستم کې د مظنونو او تورنو د بشپړو معلوماتو ثبت، مهم توصیف کړل.

د وزارت اداري معین سید محمد هاشمي هم د دې کنفرانس د موخو په هکله خبرې وکړې او دغه کنفرانس یې ښه فرصت وباله ترڅو د عدلیې رئیسان د قضیو د مدیریت په سیستم کې شته ستونزې مطرح کړي او د لا ښه والي لپاره یې د حل لارې شریکې کړي. هغه د دې سیستم د تاریخچې او د رامنځته کېدو د څرنګوالي په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې تر دې مهاله ۷۰ زره او ۳۱۸ مدني قضیې، ۳۰۲ زره  او ۵۴۱ جزايي قضیې او د ۴۳۲ زره او ۸۱۰  کسانو ځانګړتیاوې په دې سیستم کې درج شوي دي. د عدلیې وزارت معین د بشري سرچینو له رئیس او عدلیې رییسانو څخه وغوښتل چې ژر تر ژره د قضیو د مدیریت سیستم د اعلان شوو بستونو کارکوونکي استخدام کړي ترڅو له دې ناحیې څخه ستونزې حل شي.

په دې کنفرانس کې د قضیو د مدیریت د سیستم، تاریخچې، اوسنۍ کارونې او په هغه کې د شته ستونزو په هکله  د افغانستان د عدلي سکتور د ملاتړ پروګرام د مدني او سوداګزۍ برخې ولایتي ټیم رئیس محمد الیاس عادل په واسطه پریزنتیشن وړاندې شو.

دغه کنفرانس د دریو ورځو لپاره جوړ او ټاکل شوې ده چې په دې دریو ورځو کې  د عدلیې وزارت د دولت قضایاوو، حقوقو، د حقوقي مساعدتونو، اصلاح مرکزونو او د بشر حقوقو ریاستونه د قضیو د مدیریت سیستم د پلي کولو، کارونې، په هغه کې د شته ستونزو په هکله پریزنتیشنونه وړاندې کړي تر څو د هغه د لا ښه والي لپاره د حل لارې ولټوي.

د قضیو د مدیریت سیستم د قانون د حاکمیت، ړونوالي، حساب ورکونې، د همغږۍ د لا ښه والي، د عدالت له تأمین څخه د ډاډ تر لاسه کولو او  دهغو قضیو  معلوماتو ته چې په  عدلي او قضایي ارګانونو کې په جریان کې دي د  آسانه لاسرسۍ په منظور رامنځته شوی دی.

 

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS