د عدلیې وزارت د ۲ تشو بستونو رقابتي ازموینه اخیستل
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالقعدې د مياشتې په ۳۰ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست دريمې رتبې د دوه تشو بستونو رقابتي ازموینه د آزادې سیالې له لارې واخیسته.
په دې ازموینه کې چې د عدلیې وزارت په مقر کې واخیستل شوه، د کارکوونکو چارو رئیس مفتي رحمت لله حلیم او د وزارت نورو مسؤولینو حضور درلود او د ازموینې له بهیر څخه یې څارنه وکړه.
د ازموینې په پیل کې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رئیس د یادو بستونو د اهميت، د ازموینې د ډول او د پوښتنو څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او ګډونوالو ته یې د ازموینې پروسې له روڼتیا څخه ډاډ ورکړ.
په دغې ازموینه کې د ګډون لپاره کابو ۱۴۰ تنه په شرایطو برابر پېژندل شوي وو او له دې جملې څخه د هغوی ۱۱۷ تنو په ازموینه کې ګډون وکړ او د یادو بستونو ترلاسه کولو لپاره یې په خپلو کې سیالي وکړه.
