په سمنګان ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه
د سمنګان ولایت عدلیې رياست د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په یاد ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموینې اخیستلو برنامه جوړه کړه.
په دې ازموينه کې چې د عدلیې رياست او د استيناف محکمې استازو ترې څارنه کولو د فعالیت د جواز ۱۰ تنو غوښتونکو برخه اخيستې وه.
د عدلیې وزارت په مرکز او عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې وخت په وخت د عریضه لیکنې د جواز له غوښتونکو څخه ازموينه اخلي، ترڅو وړ او با استعداد کسانو ته په قانوني او اصولي ډول جواز وویشل شي او هم د خلکو په کارونو کې آسانتياوې رامنځته شي.
