د کندوز ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

barekzai_admin
Thu, Apr 16 2026 9:52 AM
.

 د کندوز ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د شوال د مياشتې په ۲۴مه نېټه شنبې په ورځ، د عدلیې رئیس، قاري فراح الدين محمدي په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

په دې ناسته کې، د کندوز ولایت د عدلیې رئیس د یاد ریاست کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، له نبوي سنتو سره سم د خپل سیرت او صورت برابرولو، د اخلاص درلودلو، د کارکوونکو تر منځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو اړینو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.

همدارنګه، په دې ناسته کې د کندوز ولایت د عدلیې ریاست اجراآتو په اړه د عدلیې وزارت د داخلي پلټنې رياست د استول شوي راپور په اړه هم خبرې وشوې او د عدلیې رئیس د دغه ریاست له کارکوونکو څخه  وغوښتل چې خپلې کاري نيمګړتياوې حل کړي.

په دې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارکوونکو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په موخه وړاندیزونه مطرح کړل او هغو ته د رسیدګۍ غوښتونکي شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS