په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
Sun, Apr 12 2026 2:42 PM
.

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې په پروان ولایت کې د شوال د مياشتې په ۲۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز چاريکار ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۵ دفترونو او د زده‌کړيالانو د خصوصي ليلیو ۶ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

د یاد نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو متصديانو ته توصیه وشوه چې له هغو معاملاتو ډډه وکړي چې د کورونو او د زده‌کړیالانو د لیلو د کرایې د لوړېدو لامل ګرځي او د هغو کورنو په کرایې ورکولو څخه هم ډډه وکړي چې د ۱۴۰۳ کال پرتله یې کرایه له لس سلنې څخه ډېره شوې وي.

یادې کمېټې د دغه نظارت په ترڅ کې د کورونو د ۶ تنو کرایه ناستو شکایتونو هم ترلاسه او په هکله یې لازم اقدامات ترسره کړل.

د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS