د عدلیې وزیر د لومړنیو توکو د نرخونو د کنټرول او له احتکار څخه د مخنیوي کمېسیون له مسؤولینو سره وکتل او خبرې وکړې
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د روژې د میاشتې په ۲۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ په خپل کاري دفتر کې د لومړنیو توکو د نرخونو د کنټرول او له احتکار څخه د مخنیوي کمېسیون له مسؤولینو سره وکتل او له هغوی سره یې په بازارونو کې د بیو د کنټرول او د احتکار د مخنیوي پر اړتیا خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رئیس، محترم مفتي احمدضیا خبیب او د دې وزارت نورو مسؤولینو هم ګډون درلود. د عدلیې وزیر په دې کتنه کې د یاد کمېسیون کاري راپور او موجودې ستونزې واورېدې او ټینګار یې وکړ چې اوس مهال په هېواد کې رښتیني سوداګر کم دي او خلک او نظام د لومړنیو توکو له ډېرو احتکار کوونکو سره مخ دي.
نوموړي زیاته کړه چې د نظام مسؤولیت د بیو کنټرول او خلکو ته د آسانتیاوو برابرول دي او اړینه ده چې هره اداره او د نظام هر فرد په دې برخه کې خپل مسؤولیت وپېژني او په جدي ډول کار وکړي ترڅو احتکار کوونکي وپېژندل شي او تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شي.
محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي همدارنګه وویل چې د عدلیې وزارت چمتو دی چې د یاد کمېسیون او اړوندو اتحادیو ترمنځ همغږي رامنځته کړي او په دې برخه کې ستونزې حل کړي.
په دې کتنه کې د لومړنیو توکو د نرخونو د کنټرول او له احتکار څخه د مخنیوي کمېسیون مسؤولینو هم وویل چې یاد کمېسیون هڅه کوي چې د ټولو اړوندو ادارو او د لومړنیو توکو له سوداګرو سره په همغږۍ کې، د لومړنیو توکو د بیو ثبات وساتي.
