په کندوز ولایت کې ۲ دارالوکالې د یو شمېر غير قانوني فعاليتونو له امله وتړل شول
په کندوز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه شنبې په ورځ، په کندوز ښار کې له ۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، لوحې او نور سندونه بررسي کړل چې په ترڅ کې یې ۲ دارالوکالې د غیر قانوني فعاليتونو له امله وتړل شول.
په دې نظارت کې نظارتي پلاوي د یادو دارالوکالو په چارو کې یو شمېر ستونزې او نيمګړتياوې مشخصې کړې او د لرې کولو په موخه یې د هغو متصديانو ته لازمې توصیې وکړې.
د دغه نظارت په ترڅ کې مدافع وکيلانو هم خپلې موجودې ستونزې له نظارتي پلاوي سره شريکې کړې او د هغو د حل غوښتونکي شول چې د حل په برخه کې ډاډ ورکړل شو.
