په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۹ دفترونه د غیرقانوني فعاليت له امله وتړل شول
د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۹۳ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.
د یاد نظارت په ترڅ کې د دغو دفترونو د فعاليت جوازونه، رسمي سټې، لوحې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي شول چې په ترڅ کې یې ۹ دفترونه د یو شمېر غير قانوني فعاليتونو له امله وتړل شول.
نظارتي پلاوي د نورو دفترونو په فعاليتونو کې یو شمېر ستونزې او نيمګړتياوې هم مشخصې کړې او د ستونزو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پر مخ وړلو په موخه یې د یادو دفترونو متصديانو ته لازمې توصیې وکړې.
د هرات د عدلیې رياست په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غيرقانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.
