د کنړ ولایت دعدلیې رياست او یو شمېر عريضه ليکونکو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

barekzai_admin
Sun, Feb 08 2026 2:05 PM
.

 د کنړ ولایت د عدلیې رئیس، مولوي روح الله روحاني د شعبان د مياشتې په ۱۶ مه نېټه، د چهارشنبې په ورځ، د دغه ولایت له یو شمېر عريضه ليکونکو سره د عدلیې رياست په مقر کې د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې چې د عدلیې ریاست یو شمېر نورو مسؤولینو هم ګډون درلود په ترڅ کې یې د عدلیې رئیس ټینګار وکړ چې عريضه ليکونکي دې د عریضه ليکنې پر مهال پوره دقت څخه کار واخلي، په خپل وخت دې د فعاليت جواز تمدید کړي، خلپ کارونه په شفاف ډول پرمخ یوسي، اصول او قوانین رعایت کړي او مطالب دې په دقیق ډول ولیکي.

په دې ناسته کې د کنړ ولایت عريضه ليکونکو هم يو شمېر کاري ستونزې شرېکې کړې چې د حل په برخه کې د عدلیې رياست د مسؤولينو له لوري ورته ډاډ ورکړل شو.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS