د عدلیې وزیر د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعې د افتاء او قضاء د تخصص د فاضلانو د فراغت په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه

barekzai_admin
Tue, Jan 20 2026 10:07 AM
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د رجب المرجب د میاشتې په ۲۹مه نېټه د دوشنبې په ورځ د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعې د افتاء او قضاء د تخصص د فاضلانو د فراغت په مراسمو کې چې په کابل پوهنتون کې ترسره شوي وو، ګډون او وینا وکړه.

په دغو مراسمو کې د اسلامي امارت یو شمېر نورو وزیرانو او چارواکو هم ګډون درلود او د عدلیې وزیر په‌کې د علم او تقوا پر اهمیت ټینګار وکړ. نوموړي فاضلانو ته توصیه وکړه چې له تخصصي زده کړو وروسته خپل راتلونکي مسؤولیتونه د دیانت او صداقت له مخې ترسره کړي.

نوموړي زیاته کړه چې په تېرو دوو لسیزو کې د افغانانو د قربانیو موخه، د شرعي او اسلامي نظام رامنځته کول وو او اوس چې شرعي نظام لرو باید د مسلک او نظام سپېڅلتیا وساتو. هغه څرګنده کړه چې نن هم باید ټول د نظام د ساتنې لپاره قرباني ورکړو او د اړتیا په صورت کې له هر هغه څه چې لرو یې تېر شو.

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل چې دا مهال، د افغانستان اسلامي نظام په ټوله نړۍ کې بېلګه نه‌لري. نوموړي زیاته کړه چې د هېواد اقتصاد ورځ په ورځ د ښه کېدو په حال کې دی او پراختیايي چارې هم په ټول هېواد کې روانې دي.

محترم شیخ ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي له فاضلانو او د نظام له مسؤولینو وغوښتل چې په خپلو کړنو او چلندونو کې احتیاط وکړي ځکه د یوه عالم یا  یوه مسؤول ناسم عمل نه یوازې د هغه خپل حیثیت بلکې د مدرسې، جومات او نظام حیثیت ته زیان رسوي.

په دغو مراسمو کې د لوړو زده کړو او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیرانو، د کابل د علماوو د شورا رئیس او د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه د جامعې مسؤولینو هم د علم او په مطابق یې د عمل د ارزښت په اړه خبرې وکړې او له فارغانو یې وغوښتل چې له خپلې پوهې څخه د افغانستان د پرمختګ او ودې او د راتلونکو نسلونو د تعلیم په برخه کې کار واخلي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS