د سمنګان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل
د سمنګان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د رجبالمرجب د مياشتې په ۱۸مه نېټه د پنجشنبې په ورځ، د سمنګان ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد نظر فایق په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د سمنګان ولایت د عدلیې رئیس د یاد ریاست کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، وخت او حاضرۍ ته د پابندي کولو، په وخت د چارو د اجرا، د اخلاص درلودلو، په نبوي سنتو خپل صورت او سیرت برابرولو، د کارکوونکو ترمنځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.
په دې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارکوونکو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل.
