د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړیدل

barekzai_admin
Sat, Jan 03 2026 2:43 PM
.

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په ۷ ولایتونو کې د زرګونو جریبو ځمکو موضوعات تر بررسۍ لاندې ونیول.

په دې ناسته کې چې د رجب المرجب د میاشتې په ۱۳مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزارت په مقر کې ترسره شوه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر محترم مولوي عطاءالله عمري، د کور او ښار جوړلو وزارت مرستیال محترم الحاج محمد ارسلاح خروټي، د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت معین محترم مولوي عنایت الله شجاع، د چارو ادارې د عمومي ریاست مرستیال محترم مولوي عبدالباري، د سترې محکمې استازی محترم مولوي محمد حماد، د کرنې وزارت د اراضۍ عمومي رئیس محترم مولوي محمود مظلوم، د امارت د قضایاوو عمومي رئیس او د کمېسیون سکرتر محترم احسان الله وثیق او نورو مسؤولینو ګډون درلود.

په دې ناسته کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ په کندوز، ننګرهار، بلخ، غزني، پکتیکا، سرپل او هرات ولایتونو کې د څه باندې ۵۰ زره جریبو ځمکو د دوسیو، د هېواد په شمال زون کې د مرعی ځمکو (څړځایونو) د سروې او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې.

په یاده ناسته کې پرېکړه وشوه چې په کندوز ولایت کې د سیند غاړې سلګونه زره جریبه ځمکه دې د اړوندې ادارې په همغږۍ تصفیه شي. دغه راز په ننګرهار ولایت کې د یوې دښتې د څه باندې ۴۴ زره جریبه ځمکې په تړاو پرېکړه وشوه چې ټوله یاده شوې ځمکه امارتي ملکیت دی او کرنې وزارت ته دې وسپارل شي.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون په دې ناسته کې پرېکړه وکړه چې ځینې دوسیې دې اړوندو اختصاصي محکمو ته وسپارل شي. همداراز پرېکړه وشوه چې د عامه مرعی (څړځایونو) د بررسۍ مؤظف پلاوی دې شمالي ولایتونو ته سفر وکړي او مرعی ځمکې دې بررسي کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS