د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه
د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه، د رجب المرجب د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنې په ورځ، د دارالترجمو اړوند د روسي، الماني، ترکي او انګلیسي ژبو ژباړې د فعاليت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموینې اخیستلو برنامه په دغه وزارت کې جوړه کړه.
په دې برنامه کې د عدليې وزارت د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق او د داخلي پلټنې رياست مسؤولينو د ازموینې له بهیر څخه څارنه وکړه او په ترڅ کې یې د ژباړې د فعالیت د جواز ۱۵ تنو غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه.
د عدلیې وزارت د دارالترجمو اړوند ژباړونکو ته د فعالیت جواز د ویشلو په موخه، په منظم ډول له هغوی څخه ازموینه اخلي ترڅو وړ او با استعداده کسانو ته په اصولي او شفاف ډول جواز وویشل شي او د خلکو په کارونو کې هم آسانتیاوې رامنځته شي.
