د تېرې یوې میاشتـې په ترڅ کې د کورونو د کرايې د څرنګوالي په تړاو په کابل او ۷ نورو ولایتونو کې د معاملاتو لارښوونې څه باندې ۳۷۰ دفترونه او استوګنیز بلاکونه بررسي شوي دي

barekzai_admin
Mon, Dec 29 2025 2:09 PM
.

 د کورونو د کرايې د کنټرول ګډې کمېټې توظیف شويو ټیمونو د روان کال د قوس (لیندۍ) میاشتـې په اوږدو کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د معاملاتو لارښوونې ۱۴۵ دفترونه او ۶۶ استوګنیز بلاکونه څارلي او بررسي کړي دي. په همدې موده کې د یادې کمېټې ولایتي ټیمونو هم په ۷ ولایتونو کې د معاملاتو لارښوونې ۱۶۱ دفترونه او استوګنیز بلاکونه بررسي کړي دي.

د یادې کمېټې پنځه‌ګونو ټیمونو په مرکز کې چې د عدلیې وزارت، د کور او ښار جوړولو وزارت، امنیې قوماندانۍ، استخباراتو، د کابل ښاروالۍ او نورو ادارو استازي پکې شامل دي، په دې موده کې د کابل ښار په څلورمه، یوولسمه، پنځلسمه او اوولسمې ناحیو کې د معاملاتو لارښوونې دفترونه او استوګنیز بلاکونه د کرايې د زیاتوالي له اړخه بررسي کړي دي چې په پایله کې یې د یوه استوګنیز بلاک دفتر د معاملاتو د سندونو د نه‌موجودیت، د غیرقانوني معاملاتو د ترسره کولو او نورو سرغړونو له امله تړل شوی دی.

دکورونو د کرایه د کنټرول ګډې کمېټې ولایتي ټیمونو هم په یاده موده کې په هرات، پروان، تخار، کندوز، ننګرهار، غور او سمنګان ولایتونو کې د معاملاتو لارښوونې ۱۰۵ دفترونه او ۵۶ استوګنیز بلاکونه څارلې او بررسي کړي دي.

د یادې کمېټې مرکزي او ولایتي ټیمونو د معاملاتو لارښوونې دفترونو متصدیانو ته توصیه کړې چې د هغو کورونو او اپارتمانونو له ثبت کولو څخه ډډه وکړي چې د ۱۴۰۳ کال په پرتله یې کرایه، له لس سلنې څخه زیاته شوې اوسي. همدارنګه مؤظفو ټیمونو د استوګنیزو بلاکونو او کورونو مالکانو ته هم توصیه وکړه چې له ټاکل شوي حد څخه د کرايې له لوړولو ډډه وکړي او معاملې هم د معاملاتو لارښوونې په رسمي سټو کې ترسره کړي.

همداراز نظارتي ټیمونو په یادو ولایتونو کې د کورونو له ګڼ شمېر کرایه‌نیونکو سره په حضوري او تلفوني ډول خبرې کړي د کورونو دکرایې د بې‌رویې زیاتوالي په اړه یې د هغوی شکایتونه اورېدلي او د رسیدګي په موخه یې لازم اقدامات ترسره کړي دي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS