په نیمروز ولایت کې د عریضه‌لیکونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو لپاره زده‌کړیزه برنامه جوړه شوه

barekzai_admin
Mon, Dec 08 2025 2:28 PM
.

 د نیمروز ولایت د عدلیې ریاست د یاد ولایت د استیناف محکمې په ملتیا د نیمروز ولایت شاوخوا ۵۰ تنو عریضه‌لیکونکو ته د عریضه‌لیکنې د اصولو تر عنوان لاندې زده‌کړییزه برنامه جوړه کړه.

ياده برنامه د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۱۱مه نېټه د سه شنبې په ورځ د عدلیې رئيس مولوي عبدالوارث خليل، د استيناف محکمې رئیس مفتي سيد احمد معتصمي او د نیمروز ولایت د مقام استازو په ګډون جوړه شوه.

د نیمروز عدلیې رئیس  دیادې برنامې په پرانیسته کې په خپله وینا کې وویل چې د دغې برنامې په ترڅ کې  عريضه ليکونکو ته د عريضه لېکنې اصول، د عريضه ليکونکو د علمي ظرفيت لوړول او یو شمېر نورو اړينو موضوعاتو په اړه زده کړې ورکول کېږي.

د یادونې وړ ده چې د نیمروز د عدلیې رياست په اړوندو برخو کې خلکو ته استانتياوو رامنځته کولو په موخه وخت په وخت عريضه ليکونو ته زده کړییزې برنامې ترسره کوي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS