په پکتيا ولایت کې د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له یو شمېرغوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

barekzai_admin
Mon, Dec 08 2025 1:31 PM
.

 د پکتيا ولایت د عدلیې رياست د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۱۵مه نېټه د شنبې په ورځ، د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له ۱۹ تنوغوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموينې اخيستلو برنامه د یاد رياست په مقر کې جوړه کړه.

په یاده ازموينه کې د عدلیې رئیس مولوي فاتح الله فاتح، ګډونوالو ته د ازموينې د پروسې د شفاف والي څخه ډاډ ورکړ او زياته یې کړه چې د عريضه ليکنې د فعاليت قانوني جواز به په شرایطو برابرو عریضه ليکونکو ته ورکړل شي.

همدارنګه نوموړي له عريضه ليکونو څخه وغوښتل تر څو د عريضې ليکنې ټول اصول مراعت کړي او په معياري ډول عريضې وليکي تر څو د ادارو د مراجعينو د سرګردانۍ لامل ونه‌ګرځي.

د عدلیې وزارت په مرکز او عدلیې رياستونه په ولایتونو کې وخت په وخت د عریضه ليکنې د جواز له غوښتونکو څخه ازموينه اخلی، ترڅو وړ او با استعداد کسانو ته په قانوني او اصولي ډول جواز وويشل شي او هم د خلکو په کارونو کې اسانتياوې رامنځته شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS