په نيمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
Wed, Nov 19 2025 11:04 AM
.

 د نيمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د جمادی الأولی د مياشتې په ۲۴مه نېټه د شنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
مؤظف نظارتي پلاوي د یادو دفترونو د فعالیت جوازونه، د ثبت کتابونه، د پېر او پلور قانوني‌توب، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل چې په ترڅ کې یي یو دفتر د غیرقانوني فعالیت له امله وتړل شو.
د نظارت پر مهال د یادو دفترونو په فعاليتونو کې یو شمېر نيمګړتياوې او ستونزې مشخصې شوې چې د یادو ستونزو د لرې کولو او همدارنګه د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه لازمې توصیې وشوې.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي. 

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS