د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړیدل

barekzai_admin
Tue, Nov 11 2025 2:32 PM
.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر، د کمېسیون رئیس او  د اراضۍ او د امارتي ځمکو د استرداد وزارت وارسي کوونکی محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د امارتي ښارګوټو موضوع او ځینې نور مهم موضوعات تر بررسۍ لاندې ونیول.

په دې ناسته کې چې د جمادی الأولی د میاشتې په ۲۰مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د عدلیې وزارت په مقر کې ترسره شوه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر محترم مولوي عطاءالله عمري، د کور او ښار جوړلو وزیر محترم مولوي نجیب الله حقاني، د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت معین محترم مولوي عنایت الله شجاع، د چارو ادارې د عمومي ریاست مرستیال، د سترې محکمې استازي محترم مولوي محمد حماد، د کرنې وزارت د اراضۍ رئیس محترم مولوي محمود مظلوم، د امارت د قضایاوو عمومي رئیس او د کمېسیون سکرتر محترم احسان الله وثیق او نورو مسؤولینو ګډون درلود.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ په دې ناسته کې د هغو ښارګوټو موضوع چې اختصاصي محکمو پرې د امارتي‌توب پرېکړه کړې،  یو شمېر امارتي ادارو ته د ځمکو د لېږد او ځینو نور موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې.

په دې ناسته کې د هغو ښارګوټو د ځمکو په اړه د مؤظفې کمېټې راپور وړاندې شو چې د اختصاصي محکمو د فیصلې له مخې امارتي ثابت شوي او د کمېسیون رهبرۍ په دې هکله لازمې لارښوونې وکړې. همداراز کمېسیون یو شمېر امارتي ادارو ته د ځمکې د لېږد موضوع په هکله لارښوونه وکړه چې په دې برخه کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي قانون د ۱۶ مادې مطابق اجراآت ترسره شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS