په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره شو
د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د جمادی الأولی د مياشتې په ۳ مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلالآباد ښار اړوند په اوومه ناحيه کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
مؤظف نظارتي پلاوي د یادو دفترونو د فعالیت جوازونه، د ثبت کتابونه، د پېر او پلور قانونيتوب، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل.
پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو یو شمېر نيمګړتياوې او ستونزې مشخصې کړې او د یادو ستونزو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.
د یادونې ده چې د ننګرهار عدلیې رياست په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.
