په کابل ښار کې د خيريه بنسټونو او اتحادیو له ۳۵ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو رياست نظارتي پلاوي، د روان کال سنبلې (وږي) مياشتې په ترڅ کې په کابل ښار کې د ۲۵ اتحادیو او ۱۰ خیریه بنسټونو فعاليتونه نظارت او بررسي کړي دي.
مؤظف پلاوي په دې نظارت او بررسۍ سره د یوه خيریه بنسټ دفتر چې په ناقانونه توګه يې فعالیتونه درلودل، مهرلاک کړ.
هیئت د یادو اتحادیو او خیریه بنسټونو نورو متصدیانو ته توصیه وکړه چې د افغانستان اسلامي امارت د اصولو او پاليسیو مطابق خپل فعالیتونه ترسره کړي
همداراز نظارتي پلاوي له هغوی څخه وغوښتل چې د خپلو فعاليتونو راپور په وخت د عدلیې وزارت د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو چارو له رياست سره شريک کړي.
د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو د چارو رياست نظارتي پلاوی په دوامداره توګه د اتحادیو او خیریه بنسټونو له فعالیت څخه بررسي او نظارت ترسره کوي تر څو د ناقانونه فعالیتونو مخنیوی وکړي.