په کابل کې د کورونو د کرایې د څرانګوالي په تړاو د معاملاتو لارښوونې نږدې ۱۰۰ دفترونه بررسي شوي دي

barekzai_admin
Sat, Sep 13 2025 3:31 PM
.

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې توظیف شویو ټیمونو د کورونو د کرايې د کنټرول په موخه په تېرو درېیو ورځو کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحيو کې د معاملاتو لارښوونې ۹۳ دفترونه او ۲۴ استوګنیز بلاکونه تر نظارت او بررسۍ لاندې ونيول.
د دغې کميټې پنځو ګونو ټيمونو چې د عدلیې وزارت، د کور او ښار جوړلو وزارت، د امنیې قوماندانۍ، استخباراتو، د کابل ښاروالۍ او د نورو اړوندو ادارو استازي په کې ګډون لري د د تېرې سه‌شنبې په ورځ په فعاليت او د معاملاتو لارښوونې د دفترونو او استوګنیزو بلاکونو د کرایې د نرخ په دقیقې بررسۍ پیل کړی دی. یادو ټیمونو تر دې دمه د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د فعاليت د جواز د نه‌لرلو، په دفتر کې د معاملاتو لارښوونې د سندونو د نه‌شتون او په سټو او د ثبت په کتابونو کې د معاملاتو د نه ثبت له امله وتړل.
همدارنګه یادو ټيمونو د معاملاتو لارښوونې د دفترونو متصديانو ته توصیه وکړه چې د هغو کورنو او ودانیو له ثبت کولو څخه ډډه وکړي چې د هغو کرایه د ۱۴۰۳ کال په پرتله لس سلنه ډېره کړې وي. همداراز مؤظفو ټیمونو د بلاکونو او استوګنیزو کورونو مالکینو ته هم توصیه وکړه چې له ټاکل شوې کچې  دکور د کرایې له لوړولو څخه ډډه وکړي.
دغه راز یادو ټیمونو د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د کورونو له ګڼ شمېر کرایه نیونکنو سره هم خبرې کړي او په بې‌سارې توګه د کورونو د کرایې لوړیدو څخه یې د هغوی شکایتونه اوریدلي او د رسیدګۍ په موخه یې لازم اقدامات ترسره کړي دي.
د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي یا د غیر رسمي قرارداد د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS