د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۴۱ دفترونه د سرغړونو او ناقانونه فعالیت له امله تړلي دي

barekzai_admin
Tue, Sep 09 2025 1:54 PM
.

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د  روان کال په اسد (زمري) میاشت کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۳۲۶ دفترونه نظارت او بررسي كړي دي. 
د دغه نظارت په ترڅ کې، د معاملاتو لارښوونې ۴۱ دفترونه د غير قانوني فعاليتونو له امله تړل شوي او د پاتې  نورو دفترونو په فعاليتونو کې موجودې ستونزې هم مشخصې او د حل په برخه کې یې متصديانو ته لازمې توصیې شوي دي. 
همدارنګه، د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست د تېرې مياشتې په اوږدو کې ۱۲۲ غوښتونکو لپاره د معاملاتو لارښوونې د فعالیت نوي جوازونه ويشلي او د فعالیت ۹۱  نور جوازونه یې تمديد کړي دي.   
د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست په مرکز او ولایتي آمریتونه یې په ولایتونو کې په منظم ډول اړوندې برخې نظارت او بررسي کوي تر څو له غیر قانوني فعاليتونو څخه مخنیوی وشي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS