د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې په ۱۰ ولایتونو کې د څه باندې ۳۷ زره جریبه امارتي ځمکې استرداد

barekzai_admin
Sun, Aug 10 2025 10:22 AM
.

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د محرم‌الحرام د میاشتې په اوږدو کې په فارياب، جوزجان، دايکندی، غور، خوست، لوګر، نيمروز، سرپل، ارزګان او ميدان وردګ ولایتونو کې څه باندې اووه‌دېرش‌زره او دوه پنځوس (۳۷۰۵۲) جریبه امارتي ځمکه له بررسۍ او تثبیت څخه وروسته، استرداد کړې او اړوندو ادارو ته یې تسلیم کړې.
د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې تر ټولو زیاته استرداد شوې ځمکه په لوګر ولایت کې موقعیت لري چې څه باندې پنځه‌زره اته‌سوه اووه اويا (۵۸۷۷) جریبه ځمکه په‌کې شامله ده.
دغه راز د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د یادې میاشتې په اوږدو کې څه باندې یو ميليونه یوسلو اتیا زره او دوه‌سوه څلورپنځوس (۱۱۸۰۲۵۴) جریبه امارتي ځمکه د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې تثبیت کړې او څه باندې یو ميليونه درې‌سوه یو ويشت‌زره اووه‌سوه دوه‌پنځوس (۱۳۲۱۷۵۲) جریبه نوره ځمکه هم په ۲۶ ولایتونو کې تر بررسۍ لاندې نیولې ده.
د امارتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په ټولو ولایتونو کې دوام لري او د غصب شویو زرګونو جریبو امارتي ځمکو دوسیې، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون او په ولایتونو کې د یاد کمېسیون د تخنیکي هیئتونو تر بررسۍ لاندې دي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS