په بادغیس ولایت کې د څه باندې ۱۰۰ زره جریبه امارتي ځمکې تشخيص کېدل

د بادغیس ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته، د صفرالمظفر د مياشتې په ۹ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د یاد ولایت جوند ولسوالۍ اړوند په چاهک کوريج ساحه کې د څه باندې یو سلو اتلس زره اته سوه نولس (۱۱۸۸۱۹) جریبه ځمکې دوسیې په اړه بحث وشو او په ترڅ کې یې یاده ځمکه امارتي تشخیص شوه.
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې دوسیه دې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همدارنګه، په ياده ناسته کې د بادغیس ولایت په نورو ساحو کې د غصب شويو ځمکو اړوند یو شمېر دوسیې هم بررسي شوې او په اړه یې لازم تصاميم ونيول شول.